جو بایډن د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د خلکو د مبارزې ستاینه وکړه

د استازو جرګې په غونډه کې ملت ته د ښاغلي بایډن لومړنۍ رسمي وینا

ولسمشر جو بایډن د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د خلکو د مبارزې ستاینه وکړه او ژمنه‌یې وکړه چې امریکا به‌یې ترڅنګ ودرېږي.

ښاغلي بایډن د استازو جرګې په غونډه کې ملت ته په لومړنۍ رسمي وینا کې پر اوکراین د بې‌دلیله او له مخکې پلان شوي عمدي برید په خاطر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وغانده.

په استازو جرګه کې چې عموماً د ډیموکراتانو او جمهوري‌پالو په قطبونو وېشلې وي، دا ځل د ولسمشر بایډن د وینا هرکلی وشو او ډېری وکیلانو د اوکراین بیرغونه رپول.

ښاغلي بایډن اعلان وکړ چې امریکا د روسیې د الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم بندوي او زیاته‌یې کړه، پوتین داسې انګېرله چې پر اوکراین ولکه ټینګولای شي، خو برعکس له داسې یو ځواک سره مخ شو چې هېڅکله‌یې فکر نه‌کاوه.

بایډن وویل پوتین د جګړې د مخنیوي لپاره ټولې هڅې له پامه وغورځولې.

ده پر روسیې د لګول شویو بندیزو لېست چې هدف‌یې د روسیې د اقتصاد کمزوري کول دي ولوست او زیاته‌یې کړه، د روسیې ولسمشر له دې نه‌و خبر چې څه پرې راروان دي.

ښاغلي بایډن کانګرس ته په خپله کلنۍ وینا کې همداراز پر خپله اجنډا هم رڼا واچوله او امریکایانو ته‌یې د ډاډ ورکولو هڅه وکړه.