د اوکراین ولسمشر: روسي پوځیانو په خارکیف ښار کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

د اوکراین خارکیف ښار

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون وویل چې روسي پوځیانو په خارکیف کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي. ده روسیه په ترورېزم تورنه کړه.

بل لور ته په پلازمېنې کیف کې روسي ځواکونو د ټلوېزیون برج ویشتلی دی چې د ولسمشر زلنسکي په وینا په دې برید کې پنځه تنه وژل شوي دي.

په اوکراین کې د جګړې اوونۍ پوره شوه او هلته بشري وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې د اوکراین خلک له سخت حالت سره مخامخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "د روسیې د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه، د نړیوالو بشري قوانینو پر بنسټ هره شېبه په زیاتېدو دي. روسیه پر ښوونځیو، روغتونونو او د استوګنې پر کورونو بریدونه کوي، دوی بنیادي زېربناوې ولي، د اوبو زېرمې، د ګاز او برېښنا مرکزونه چې د اوکراین په میلیونونو استوګنو ته اسانتیاوې برابروي چې له سختې یخنۍ خوندي شي، هدف ګرځوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې روسیه باید سمدستي اوکراین پرېږدي.

روسیه چې دې برید ته د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو نوم ورکوي، وایي چې دوی ملکیان نه په نښه کوي.

د روسیې دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې هغه اوکراینیان دې نورو سیمو ته ولېږدي چې له پوځي تأسیساتو سره نږدې ژوند کوي.