د هند او پاکستان ترمنځ یوه نااشنا ډیپلوماتیکه هڅه

در هند او پاکستان ملي بيرغونه

د هند او پاکستان ترمنځ یوه نااشنا ډیپلوماتیکه هڅه روانه ده.

د دواړو هېوادونو استازو پرون په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د اوبو پر لانجې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې پاکستان د برېښنا د ۱۰ بندونو د جوړېدو پر سر اعتراض وکړ او ویې‌ویل چې دا د (اینډس د اوبو) د تړون مخالفه هڅه ده.

په ۱۹۶۰کال کې دواړو هېوادونو د نړیوال بانک په منځګړیتوب د شپږو هغو سیندونو د اوبو د وېش تړون وکړ چې د دوی ترمنځ شریک دي.

د تړون له مخې هند په ختیځ کې د سولتج، بیاس او راوي؛ او پاکستان لوېدیځ لور ته د انډس، جیهلم او چناب د اوبو واک ترلاسه کړ.

شماری از نظامیان هندی در سرحد با پاکستان

وروسته تر دې چې دغو دوو هېوادونو په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه خپلواکي واخیسته، درې ځله‌یې په خپلو کې جګړې کړې دي، خو اوبه هغه څه دي چې دوی یې خبرو ته سره کېنولي دي.

د هند او پاکستان ترمنځ په ۲۰۱۹ کال کې اړیکې وروسته تر هغې ډېرې کړکېچنې شوې چې هند تر خپل واک لاندې کشمیر له خپلې خاورې سره یوځای کړ.

تر دې وروسته اسلام‌اباد له نوې ډېلي سره ډیپلوماتیکې اړیکې سړې کړې، دوه اړخیز تجارت‌یې ودراوه او پر سرحد یې د تجارتي مالونو پر تېرېدو بندیز ولګاوه.

خو تېره اوونۍ د پاکستان صدراعظم عمران خان د هند صدراعظم نرېندرا مودي ته بلنه ورکړه چې د اختلافاتو د حل لپاره یوې ټلوېزيوني مناظرې ته چمتو شي، همداراز اسلام‌اباد هند ته اجازه ورکړه چې هغه ۵۰ زره ټنه غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي چې هند یې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.

د دې غنمو لومړۍ جوپه دوه نیم زره ټنه د شنبې په ورځ ننګرهار ته ورسېده او د هندي چارواکو په وینا تمه ده چې د دوو درېیو میاشتو په ترڅ کې به دا نور غنم هم افغانستان ته د پاکستان له لارې انتقال شي.