اردوغان د روسیې او اوکراین په اړه د بلاروس له ولسمشر سره خبرې کړي

د ترکیې ولسمشر

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دفتر ویلي چې اردوغان پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه د بلاروس له واکمن الکساندر لوکه شینکو سره چې د مسکو نږدې متحد دی خبرې کړي.

دغه دفتر ویلي، په دغو ټیلفوني خبرو کې چې نن سهار وشوې، د یوه اوربند لپاره د اوکراین او روسي چارواکو د تیرې ورځې پرخبرو چې په بلاروس کې وشوې، تمرکز وشو.

د راپورونو له مخې اردوغان ویلي چې د ناتو د یوه غړي په توګه ترکیه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې دغه جګړه بنده شي.

انقرې دغه راز ویلي چې له مسکو او کېف دواړو سره به خپلې اړیکې وساتي او هېواد به یې پر هغه نړیوال تړون عمل وکړي چې تور سمندرګي ته د ترکیې له تنګیو د روسیې د پوځي کشتیو پر تېرېدو محدودیت لګوي.

اردوغان پرون پر اوکراین د روسیې یرغل د نه منلو بللی او ویلي و چې ترکیه به خپلې هغه ژمنې پر ځای کړي چې د ناتو په پوځي تړون کې یې له خپلو لوېدیځو متحدانو سره کړي دي.

د ترکیې ولسمشر دغه راز ویلي چې هېواد به یې له اوکراین او روسیې سره چې د سمندرګي له لارې له دواړو سره ګډه پوله لري، خپلې ښې اړیکې وساتي او هېڅ یوه هېواد ته به شا نه کړي.