ارزګان کې په لومړي ځل د انټرنېټ د ۴ جي خدمتونه فعال شول

ترینکوټ کې یو تن په ویډیويي بڼه له خپل دوست سره غږیږي

په ارزګان کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په لومړي ځل د انټرنېټ د ۴ جي خدمتونه فعاله کړل.

د دې ولایت یو تن مسول فضل قوي الياس ازادي راډیو ته وویل، دوی د انټرنيټ دغه خدمتونه د لېنګ له لارې فعاله کړي او په خبره يې چې کيفیت او سرعت به يې هم ښه وي.

ښاغلي الیاس زیاته کړه: "یاد خدمات اوس مهال د مرکز ترینکوټ لپاره دي. راتلونکو دوو ورځو کې به دغلته ۸ انتنونو ته د ۴ جي لېنګ ور خوشې کړو. له دې سره به د ټیلیفوني اړیکو کیفیت هم ښه شي."

هاخوا د ارزګان ولايت مقام وياند قاري محمود مدثر وايي، تر ډېرو هلو ځلو وروسته دوی توانيدلي چې دغه ولايت کې يوه مخابراتي شبکه وهڅوي، څو د انټرنيټ خدمتونه فعال کړي.

هغه وايي، هيله لري چې نورې مخابراتي شبکې دې هم خپل د انټرنيټ خدمتونه په ترينکوټ او ولسواليو کې فعاله کړي.

خلک هم د دغو خدمتونو د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کوي چې د انټرنيټ کيفيت دې ښه شي.

په ارزګان ولایت کې اوس مهال درې خصوصي مخابراتي شرکتونه لکه افغان بیسم، اېم ټي اېن، اتصالات او سلام دولتي شبکه فعالیت لري.