افغانستان: اوکراین کې افغان سوداګر دې خپلې پانګې را انتقال کړي

د اوکراین یوه څنډه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په اوکراین کې له مېشتو افغان سوداګرو غواړي چې خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.

د دې خونې مرستيال يونس مومند نن ازادي راډيو ته وويل، اوکراين کې له يو شمېر افغان سوداګرو سره په اړيکه کې دی او دلته په افغانستان کې يې هغوی ته د‌ هر ډول همکاريو ډاډ ورکړی.

په اوکراین کې د افغان محصلانو ترڅنګ ډېری افغانان هلته د کار په موخه هم اوسېږي.

دوی د اوکراین په بېلابېلو ښارونو په ځانګړي ډول اودېسه کې چې د اوکراین یو تجارتی ښار دی، پانګونې کړي او د کار وبار خاوندان دي.

په اوکراین د روسیې په برید سره د دې ټولو ژوند له ستونزو سره مخ او کارونه په ټپه درېدلي دي.

په اودېسه کې د افغانانو د ملي او کلتوري ټولنې مشر جنت سبحان تڼي ازادي راډیو ته ویلي چې له دې ښاره هم یو شمېر افغانان وتلي او یو شمېر نور هم په وتلو دي.

د یادونې وړ ده چې په اوکراین کې له جګړو مخکې، افغانستان له اوکراین سره د لمر ګلي ( ګل افتاب پرست ) غوړيو په برخه کې ښه سوداګري درلوده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هیله لري چې د حالاتو په عادي کېدو سره اوکراین سره د غوړیو سوداګري بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.