'کرنټ ټایم' او د 'کریمیا ریالیټي پروژې' وېب پاڼې بندې شوي

د کرنټ ټایم یو تن خبریال

پر اوکراین د روسیې د حملې په اړه د خبري پوښښ په خاطر د روسیې لپاره د ازادې اروپا- ازادي راډیو د کرنټ ټایم او د اوکراین د څانګې د کریمیا ریالیټي پروژې وېب پاڼې بندې شوې.

دواړه وېب پاڼې پرون دوشنبې په روسیه کې نه شوای لیدل کیدای.

تر دې یوه ورځ مخکې کرنټ ټایم د روسیې پر رسنیو د څار ادارې روسکوم نادزور له خوا یولیک ترلاسه کړی و چې په کې له دغې وېب پاڼې د ځینو معلوماتو چې هغه له قانون څخه سرغړونکي بلل شوي و، د لېرې کولو غوښتنه کړې وه.

د روسکوم نادزور په وینا دغې وېبپاڼې له ټولنیز اړخه د روسیې د پوځي پرسونل په اړه نادرست معلومات چې ګواکې هغوی د اوکراین په خاوره کې د ځانګړو پوځي عملیاتو په جریان کې وژل شوي یا نیول شوي، خپاره کړي دي.

دغې ادارې له کرنټ ټایمه غوښتي و چې که دغه معلومات له خپلې وېب پاڼې لېرې نه کړي، نو به یې په روسیه کې بنده کړي.

کرنټ ټایم د دغې ادارې غوښتنه ونه منله.

روسکوم نادزور دغه راز د روانې میاشتې په پیل کې کریمیا ریاليټي او یو شمېر نورو روسي رسنیو ته هم امر کړی و چې په سیمه کې دې د روسیې د پوځ د غښتلي کېدو په اړه راپورونه له خپلو وېب پاڼو لېرې کړي.

کریمیا ریالیټي هم د دې ادارې امر نه و پر ځای کړی.