ګوترېش افغانستان او ځینې هېوادونو ته: د خپلو وګړو د حقونو درناوی وکړئ

ارشیف، کابل کې ځینې معترضې مېرمنې او وسله وال طالبان

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له چارواکو وغوښتل چې د خپلو ټولو وګړو د مساوي حقونو درناوی وکړي.

ګوترېش دغه څرګندونې پرون دوشنبې (د کب ۹مه) په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۹ غونډې ته په وینا کې وکړې.

نوموړي له برما نه نیولې تر افغانستان، ایتوپیا او له هغې ورهاخوا هېوادونو له چارواکو وغوښتل چې د جګړې په جریان او له هغې وروسته وختونو کې دې د خپلو اقلیتونو د خوندیتوب لپاره زیات څه ترسره او د خپلو ټولو وګړو د مساوي حقونو درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه چې دیکتاتوران نه شي کولی بشري حقونه برمته کړي یا بې وزلي هغه له منځه یوسي.

د نوموړي په خبره بشري حقونه ډېر ځواکمن دي او ترې سترګې نه شي پټېدای.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه داسې مهال څرګندوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د بشري حقونو مدافع ټولنو او سازمانونو دې هېواد کې د بشري حقونو په تیره بیا د ښځو او نجونو د مخ په خرابېدونکي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باشلي په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې ځانګړې غونډې ته چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي پر لارو چارو د بحث لپاره جوړه شوې وه، له دې شورا غوښتي و چې افغانستان کې دې د بشري حقونو له سرغړوونکو- په تېره له هغو کسانو سره چې د ښځو او ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کوي، حساب کتاب وکړي.

میرمن باشلي ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو فعالانې، خبریالانې، مدافع وکیلانې او قاضیانې له پرله پسې ګواښونو سره مخامخې دي او هغوی دې ته اړې شوي چې یا له هېواده ووځي یا هم ځانونه پټ کړي.