د اوکراین مرکچي پلاوی د بلاروس سرحد ته ورسېد

د اوکراین بیرغ

د اوکراین مرکچي پلاوی له روسیې سره د خبرو په هدف د بلاروس سرحد ته ورسېد.

د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په مرکچي پلاوي کې یې د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف، د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک او یوشمېر نور چارواکي شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي خبرداری ورکړی چې راتلونکي ۲۴ ساعته به د اوکراین لپاره حساس وي.

نن هم له پلازمېنې کیف او بل لوی ښار خارکیف نه د چاودنو راپورونه ورکول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو پر اوکراین د بې دلیله یرغل له کبله د لویدیځو قدرتونو له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی.