نن پر اوکراین د روسیې د بریدونو پنځمه ورځ ده

په اوکراین د روسیې بریدونه

تېره پنجشنبه سهار وختي په اوکراین باندې د روسیې بې دلیله پوځي بریدونه پیل شول او نن یې پنځمه ورځ ده.

اوکرایني چارواکو ویلي، د اوکراین په پلازمېنه او لوی ښار خارکېف کې له سهار وختي د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د دې تر څنګ چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین رژیم د سختو اقتصادي بندیزونو له امله له نړیوالې انزوا سره مخ دی په کېف او خارکېف کې روسي پوځیان له سخت مقاومت سره مخ شوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، راتلونکي ۲۴ ساعته به د اوکراین لپاره خورا مهم وي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

اوکراین ویلي چې له مسکو سره به له مخکېنیو شرطونو پرته خبرې د بلاروس او اوکراین په پوله کې ترسره شي.

د روسیې خبري اژانس TASS د یوې نامعلومې سرچینې په حواله ویلي چې دا خبرې به د فبرورۍ په ۲۸مه سهار پیل شي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د فبرورۍ په ۲۸مه له متحدینو او شریکانو سره د یو متحد غبرګون د همغږي کولو لپاره خبرې وکړي.

کېف کې ګرځبندیز حاکم و او چارواکو خبرداری ورکړی چې که څوک له ​جواز پرته بهر ته وځي روسی مخرب به وګڼل شي.

اخوا په دې سربېره چې اروپايي ټولنې او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو پر روسیې خپل هوايي حریم تړلی او له اوکراین سره د دفاعي سیسټمونو په پېرلو کې مرسته کوي د روسې اقتصاد مخ په ځوړ بلل شوی.

نن د ډالرو په وړاندې د روبل بیه په بې سارې کچه لوېدلې او یو ډالر ان ١٢٠ روبلو ته رسېدلی.