ملګري ملتونه پر اوکراین د روسیې د برید په اړه اضطراري غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو ودانۍ

تمه کېږي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه پرېکړه ­لیک د مسودې په اړه چې پر اوکراین د روسیې یرغل غندي، د دې سازمان اضطراري عمومي غونډه نن دوشنبې وشي.

امنیت شورا پرون یکشنبې د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د ۱۵ هېوادونو له ډلې ۱۱ یې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د پرېکړه لیک د مسودې د سپارلو په پلوي رایه ورکړه.

روسیې دغه مسوده تېره اوونۍ ویټو یا رد کړې وه .

روسیې د پنجشنبې په ورځ سهار وختي پر اوکراین یرغل پیل کړ چې له امله یې د اوکراین له بېلابېلو ښارونو ډېر خلک کډې کولو ته مجبوره شول.