کندز کې قبر کیندونکي: ورځ کې به مو ٨  قبره کیندل، اوس میاشت کې ٢ په سختۍ پیداکیږي

په لغمان کې ډله ییز قبرونه

په کندز کې یو شمېر قبر کیندونکي وايي، ۷ میاشتې مخکې دوی به د دورې سر هدیرې کې هر ورځ د جګړې قربانیانو لپاره قبرونه کیندل او ځینې وخت به دوی قبر کیندلو ته وخت نه پیدا کوو.

دوی وایي اوس په میاشت کې یو یا دوه قبرونه کیندي او هغه هم د هغو کسانو لپاره چې د ناروغۍ او یا ترافیکي پېښو له امله مړه شوي وي.

په کندز ولایت یو مشهور قبر کیندونکي ۵۰ کلن محمدظاهر په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل:" پخوا جنګونه زیات وو، ځینې ورځي موږ ۵، ۷ او ۸ قبرونه کیندل. جنګ او بدبختي وه، هره ورځ مرګ ژوبله وه. موږ زیات قبرونه د ملي اردو، ملي پولیسو، سیمه ییزو پولیسو منسوبینو او ملکي وګړو ته کیندل. خو اوس په میاشت کې یو یا دوه نفره د قبر کیندنې لپاره راته زنګ وهي."

په سرپل کې ډله ییز قبرونه

د قبر کیندونکو د خبرو له مخې چې د دورې سره هدیرې د قبرونو ډېره برخه د جګړې قربانیان جوړوي چې په تېرې یوې نیمې لسیزې کې د جګړو پر مهال او د چاودونو له امله وژل شوي وو.

د دې ولایت یو بل قبر کیندونکي ۴۰ کلن نور اغا وایي:" پخوا د جګړو پر مهال د دولتي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته وه او کله چې طالبان حاکم شوي دي مرګ ژوبله درېدلي ده. پخوا به موږ ټوله ورځ هدیرو کې وو،خو اوس په میاشت کې دوه درې قبرونه د هغو کسانو لپاره کیندو چې په خپل مرګ،د ناروغۍ او ترافیکي پېښو له امله مړه شوي وي."

۳۵ کلن عبدالله د کندز ښار خان اباد بندر کې د نجارۍ دکان لري.

هغه وايي، د جګړو پر مهال د مرک ژوبلې کچه لوړه وه او دوی به هره ورځ له ۵ زیات تابوتونه پلورل.

یوه کورنۍ له ایمرجنسي روغتونه د کورنۍ د غړي تابوت انتقالوي

د عبدالله په وینا، دجګړې پای ته رسېدو سره د تابوتونو د پېر و پلور کچه هم صفر ته راټېټه شوي ده.

عبدالله وایي:"د پخوانې حکومت پر مهال جنګونه زیات وو. په هغه وخت کې د تابوتونو پلورل زیات وو او له دې ځای به موټر له تابوتونو ډکېدل او وړل به یې. جګړه وه د خلکو ځامن په یو نوم او بل نوم وژل کېدل. الحمدالله شکر اوس د تابوت جوړونې کار پای ته رسېدلی دی."

د دورې سر هدیره دک ندز ولایت عمومي هدیره بلل کېږي چې د دې ولایت اکثره اوسېدونکي خپل مړي په همدې هدیرې کې خاورو ته سپاري.

خو د قبر کیندونکو د معلوماتو له مخې د دغې هدیره د قبرونو ډېره برخه د یوې نیمې لسیزې د جګړې قربانیان جوړوي او دغه هدیره د پخوا کلنو پرتله نوره هم پراخه شوې او د استوګنو تر کورونو را رسېدلې ده.