پاپ فرانسیس: اوکرایني کډوالو سره د مرستو لپاره بشري دهلیزونو جوړ کړئ

پاپ فرانسیس

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسیس له اوکرایني کډوالو سره د مرستې لپاره د بشري دهلیزونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړې:" جګړه کوونکي باید په دې باور ونه غولیږي چې خدای له دوی سره دی."

پاپ پرون د سېنټ پیټرزبورګ په چوک کې د زرګونه کسانو په منځ کې چې د اوکراین بیرغونه یې په لاسونو کې وو وویل چې زړه یې مات دی او خلک باید د مارچ په دویمه د سولې لپاره دعا وکړي.

هغه وویل د هغو زړو خلکو د عکسونو په لیدو خواشینی شوی چې د پناه غوښتنه کوي او میندې له خپلو ماشومانو سره له اوکراینه تښتي.

روسیې د پنجشنبې په ورځ سهار وختي پر اوکراین برید پیل کړ چې له امله یې د اوکراین له بېلابېلو ښارونو ډېر خلک ووتل.