روسي ځواکونه د اوکراین دوهم لوی ښار خارکیف ته ننوتلي

کیف کې اوسېدونکو نن سهار د یوې لویې چاودنې په ګډون د څو چاودنو خبر ورکړی

روسي ځواکونه د اوکراین دوهم لوی ښار خارکیف ته ننوتلي او په پلازمېنه کیف کې اوسېدونکو نن سهار د یوې لویې چاودنې په ګډون د څو چاودنو خبر ورکړی دی.

پر اوکراین د روسیې حمله چې لویدېځ یې پر مسکو د سختو بندیزونو لګولو ته اړ کړی، نن څلورمې ورځې ته غځېدلې.

د خارکیف د سیمه ییزې ادارې مشراولې سینهودوف ویلي، اوکرایني ځواکونه په ښار کې له روسي ځواکونه سره جګړه کوي او له ملکیانو یې غوښتي چې له کورونو دې نه وځي.

په عین حال کې تېره شپه د کیف په جنوب ختیځه برخه کې یوې لوې چاودنې اسمان رڼا کړی وچې رسنیوهغه د تیلو په یوه پوځي ډیپو کې چاودنه بللې.

د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زلنسکې دفتر ویلي چې روسي ځواکونو په ښار کې د ګازو یو پایپ لاین الوزولی دی.

دغه راز امریکا، بریتانیا، اروپايي اتحادیې او کاناډا پرون په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د سوېفټ له نړیوال سیسټمه چې له لارې یې پیسې انتقالېږي، د روسیې یو شمېر بانکونه باسي.

دوی دا پرېکړه پر اوکراین د روسیې د حملې په غبرګون کې کړې ده.