ننګرهار ته د هند د مرسته شوېو غنمو لومړۍ جوپه را ورسېده

مرسته شوي غنم

له افغانستان سره د هند د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې لومړۍ جوپه چې دوه نیم زره ټنه غنم په کې وو، ننګرهار ته ورسېده.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د وزارت مرستیال مولوي شرف الدین پرون شنبه (د کب ۷مه) په تورخم کې د دې مرستې د ترلاسه کولو په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د هند د دې بشري مرستې هرکلی وکړ.

شرف الدین وویل: "د دوست هېواد هند هغه مرسته چې اعلان شوې د غنمو ده. پنځوس زره ټنه غنم د افغانستان له ملت سره کومک شوی دی. دا دی اوس دوه نیم زره ټنه د هند د مرستې غنم راورسېدل."

هند دا مرسته ډېره موده مخکې اعلان کړې وه، خو پاکستان څو اوونۍ مخکې له خپلې خاورې د دې غنمو ټرانزیټ ته اجازه ورکړه.