کابل کې د طالبانو له لوري کور په کور تالاشیو د ځینو ښاریانو غبرګونونه پارولي

ارشیف، کابل کې وسله وال طالبان

پر ټولنیزو رسنیو په بېلابېلو خپرو شوېو ویډیوګانو او عکسونو کې ښودل کېږی چې د طالبانو له پلټنو وروسته د کورونو وسایل ګډوډ شوي دي.

په ویډیوګانو کې ادعاګانې شوي چې طالبانو د کور په کور تالاشیو منظمه روزنه نه ده لیدلې او له خلکو سره یې چلند ډېر ښه نه دی.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې چې کور ته یې طالبان د تلاشۍ لپاره ورغلي وه، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته یې وویل چې دا او کورنۍ ډېر ویرېدلي ځکه په خبره یې د طالبانو د تلاشۍ روانه طریقه وېروونکې ده: "طالبان راغلي وه، کور یې ټول تلاشي کړ، ماشومان مې ډېر وېرېدلي وه، دوی یو ځای هم پرې نه ښوده ټول کور یې ګډوډ کړ."

خو د دی ښار یو شمېر نور اوسېدونکي بیا دا تصفیوي عملیات په ښه پال نیسي او وایي، ښايي له دې سره په امنیت کې لا ښه والی راشي.

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند پکتیا کوټ سیمې اوسېدونکی چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم واخېستل شي ازادي راډیو ته یې په دې اړه وویل: "پرون تقریباً لس نیمې بجې وې چې درې د اماراتو سرتېري راغلي او زموږ کور یې تلاشي کړ، وروسته یې رانه بښنه وغوښته خو زموږ په سیمه کې یې د پخواني نظام بوټان، کورتۍ ګانې او وسله یې له ځان سره یوړې."

طالبانو دا تلاشۍ دوه ورځې مخکې پیل کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، خلک دې وېره او اندېښنه نه لري ځکه په خبره یې دوی دا تصفیوي عملیات په کابل کې د امنیت او جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره پیل کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي: "دا عملیات د مشخصو هغو خلکو چې په ښار کې اشوب، غلا او نور جرمونه ترسره کوي د هغو پرضد دي، عامو خلکو ته په دې کې زیان نشته، هغه خلک چې دې وروستیو کې له زندانونو خلاص شوي او جرایمو کې لاس لري باید ونیول شي او مجازات شي."

طالبان په داسې حال کې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو د پیل خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو مخالفې د ملي مقاومت جبهې پر طالبانو د درې وسله والو حملو ادعاګانې کړي دي.

باورونه شته چې طالبان دا تصفیوي عملیات د مقاومت جبهې د فعالیتونو د مخنیوي او د دوی پرضد د نورو وسله والو د کنټرول لپاره ترسره کوي- هغه څه چې طالبانو رد کړي او ویلي یې دي چې دا عملیات او تلاشۍ عمومي دي او د ټولو خلکو د امنیت د ساتلو لپاره پلان شوي دي.