اروپا: د روسیې د ولسمشر او د سرګي لاوروف شتمني به کنګل شي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې په اروپا کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف شتمنۍ کنګل کړي.

دا موافقه پر اوکراین د روسیې د یرغل په ځواب کې پرون د فبروري په ۲۵مه نېټه د اروپايي ټولنې په فوق العاده سرمشریزه کې وشوه.

تراوسه معلومه نه ده چې ایا دا اقدام به پوتین او لاوروف ته زیان واړوي او که هسې سیمبولیک اقدام دی.

یو شمېر نور روسي چارواکي هم د سفر د بندیزونو په ګډون د اروپايي ټولنې د بندیزونو په فهرست کې شامل شوي دي.