طالبان: په اوکراین کې د جګړې لوري دې هلته د افغانانو ژوند ته پاملرنه وکړي

د طالبانو بیرق

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، هیله لري چې د اوکراین په جګړه کې ښکېل لوري د هغو افغان محصلانو او مسافرانو ژوند ته پاملرنه وکړي چې په دغه هېواد کې ژوند کوي.

دې وزارت په خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړه په اوکراین کې ملکي تلفاتو ته اندېښنه ښکاره کړه.

په خبرپاڼه کې له ښکېلو لورو غوښتل شوې دي چې ستونزې د خبرو له لارې په سوله ییز ډول حل کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمر زیلینسکي نن سهار وویل چې تر اوسه ۱۳۷ ملکیان او نظامیان د روسیې د عملیاتو په ترڅ کې چې د پنجشنبې په سهار یې پیل کړي وژل شوي دي.

لوېدیځو هېوادونو پر اوکراین د روسیې تېری په سختو ټکو غندلی دی او یو لړ اقتصادي بندیزونه یې پر روسیې لګولي دي.