طالبانو د کابل په ګډون ځینو نورو ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو خبر ورکړی

طالبان

تازه د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو حکومت، د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو، کابل او شااوخوا ولایتونو کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې "له دې تصفیوي عملیاتو موخه، د غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل دي خو د دې عملیاتو په جریان کې به هېڅ ملکي کس او کور ته زیان نه رسیږي"

خو د کابل ښار یو تن اوسېدونکی چې کور ته یې د تالاشۍ په هدف طالب وسله وال ورغلي او نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:" په هرې څلور لاره کې چک پاینتونه جوړ کړي دي. د خلکو کورونه ته هم ننوځي او تلاشي کوي. زموږ کور ته هم راغلل او له پوښتنې پرته یې تلاشي پیل کړه. د نورو خلکو له کورونو یې وسلې ټولې کړې. ښځینه پولیسې هم ورسره شته. زموږ کور ته د قلعه فتح الله له خوا راغلل او فکر کومه چې د هغه ځاي تلاشي یې پاي ته ورسوله."

ارشیف؛ د طالبانو له خوا د داعش ډلې د پلټنې عملیات

طالبان په داسې حال کې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو د پیل خبر ورکوي چې تازه تېره شپه د طالبانو مخالفې د ملي مقاومت جبهې پر طالبانو د درې وسله والو حملو ادعا کړې ده.

د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي په خپل ټویټر لیکلي چې تېره شپه ۹ بجې، د ملي مقاومت جبهې وسله والو د کاپیسا د کوهستان ولسوالۍ په "ده بلبل" سیمه کې پر طالبانو برید کړی چې په پایله کې ۷ تنه طالبان وژل شوي دي، خو نوموړي د دوه نورو بریدونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

خو د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ازادي راډیو ته په یو غږیز پیغام کې دغه ادعا رد کړه.

په ورته وخت کې د ازاد افغانستان ملي اسلامي تحریک په نوم یوې ډلې ادعا کړې چې د غزني او ننګرهار سربېره، یې تازه په کونړ کې هم طالب ضد فعالیتونه پیل کړي او ژر به د طالبانو پر ضد وسله وال عملیاتونه پیل کړي.

خو د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه یو خیالي تحریک دی.

عنایت الله خوارزمي وایي دغه یو خیالي تحریک دی.

خوارزمي وایي:" هر حکومت چې تازه رامنځته شي، حتماً یو شمېر خیالي تحریکونه جوړیږي او په خیالي توګه ځان ته موخه او هدف ټاکي خو یو یې هم جدي ګواښ نه ګڼل کېږي؛ موږ د افغانستان په ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لرو او د خپلې خاورې او سرحداتو د ساتنې لپاره بې تفاوته نه یو او په دې لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو یو."

په افغانستان کې د ژمې په خلاصېدو او د هوا په تودېدو سره یو ځل بیا د جګړې د پیل وېره خپره شوې ده.

له دې وړاندې د ملي مقاومت جبهې هم په راتلونکې پسرلي کې د طالبانو پر ضد د بريدونو د پیل کېدو خبر ورکړی و چې له امله یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې خلک سخت اندېښمن دي.