طالبان: په کندز او تخار کې د واکسیناتورانو  وژنه "جنایت" دی

ارشیف؛ په ننګرهار کې د پولیو واکسین کمپاین

پرون پنجشنبې د کب میاشتې په ۵ نېټه په کندز او تخار ولایتونو کې څلورو بېلابېلو پېښو کې د ۴ مېرمنو په ګډون ۸ واکسیناتوران ووژل شول چې له امله یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د پولیو واکسینو کمپاین هم ودرول شو.

د واکسینو د طبیق دا کمپاین د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه په ټول افغانستان کې پیل شوی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو واکسیناتورانو وژنه "جنایت " بولي او وایي عاملین به یې سخت مجازات شي.

ذبیح الله مجاهد د دغو واکسیناتورانو وژنه "جنایت " بولي

مجاهد وایي:" هم به عاملین پیدا کېږي او مجازات کېږي به او هم به د داسې پېښو جدي مخنیوی کېږي، دا یو بوږنوونکی عمل و، جنایت و او ترسره کوونکو سره به یې د محاکمو له پرېکړه سره سم جدي چلند کېږي.”

په کندز کې د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي د دې پېښو په تړاو یې دوه کسان نیولي.

وړاندې به د پولیو واکسین د کمپاینونو د مخنیوي لپاره طالبان تورنېدل چې ګواکي ستونزې جوړوي خو طالبانو دا تورونه ردول.

خو اوس پوښتنه دا ده چې اوس پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د دغو پېښو عاملین څوک کېدای شي؟

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو ویاندویانو یې دزموږ پوښتنو او اړیکو ته د راپور تر خپرېدو پورې ځواب ونه وایه.

ارشیف؛ په واکسیناتور له برید وروسته د واکسین بکسک

په ورته وخت کې د طالبانو د روغتیا وزارت ازادي راډیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې د دغو واکسیناتوران وژنه غندلې او ویلي دي:" د افغانستان اسلامي امارت د پولیو ختمولو ته ژمن دی او د هېواد په هر ګوټ کې به د پولیو واکسین دلومړۍکرښې ټولو کارکوونکو ته د امنیت ډاډ ورکوي."

ملګرو ملتونو او د روغتیا نړیوال سازمان په بېلابېلو اعلامیو کې د دغو روغتیایي کارکوونکو پر وژنه خواشیني څرګنده کړې او په دغو ولایتونو کې یې د پولیو ضد واکسین کمپاین درولی دی.

د ملګرو ملتونو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي:" په ۲۰۲۱کال کې موږ د پولیو واکسین ملي کمپاینونو په ترڅ کې د نهه بې ګناه پولیو کارمندانو د وژنې شاهدان یو. ملګري ملتونه په هر ځای کې پر روغتیايي کارکوونکو ټول بریدونه په کلکه غندي،د روغتیایی خدمتونو وړاندې کول بې طرفه دي او د روغتیایی کارکونکو او هغو کسانو په وړاندې چې د دوی د دفاع لپاره کار کوي هر ډول برید پر ماشومانو برید دی، چې دوی یې د ژوند د ساتنې هڅه کوي."

د روغتیا نړیوال سازمان بیا ویلي:" دا بزدلانه عملونه په نهایت کې یوازې بې ګناه ماشومانو ته زیان رسوي چې باید د خوندي او سالم ژوند کولو لپاره هر فرصت ورکړل شي، د روغتیا نړیوال سازمان پر روغتیايي کارکوونکو ټول بریدونه په کلکو ټکو غندي او د طالبانو له چارواکو غواړي چې ژر تر ژره یې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري."

دا لومړی ځل نه دی چې داسې پېښې کېږي بلکې تېر کال هم ننګرهار ولایت کې درې تنه واکسیناتوران وژل شوي چې مسؤلیت یې هېڅ وسله والې ډلې نه وو منلی.