د سالنګ لویه لار د مسافرو په مخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار

د سالنګ لویه لار د واورې او توپان له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس عبدالله عبید ازادي راډیو ته وویل له پرون ماښامه په جَنوبي او شمالي سالنګ کې درنه واوره اوري او تُند بادونه لګیږي.

د سالنګ لویه لار روان ژمی څو واره مخکې هم د درنې واورې او تُند بادونو په سبب تړل شوې چې ورسره زرګونه مسافرین له ستونزو سره مخ شوي.