په اوکراین د روسیې برید؛ د ملکیانو په ګډون ۱۳۷ پوځيان وژل شوي

اوکراین

په اوکراین د روسیې د بریدونو له پیله ۱۳۷ ملکیان او پوځيان وژل شوي.

دا خبره د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې وکړه.

هغه وویل ۳۱۶ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

ولادمیر زیلینسکي وویل سره له دې چې روسي پوځ ادعا کړې چې یوازې د اوکراین پوځي اهداف په نښه کړي خو په بریدونو کې ملکیان هم په نښه شوي.

روسي پوځيانو پرون سهار وختي د ولسمشر ولادیمیرپوتین په امر په اوکراین بریدونه پیل کړل.

دغو بریدونو ګڼ تُند غبرګونونه وپارول او د دې لامل شول چې امریکا او ځینې لوېدیځ هېوادونه په روسیې سخت بندیزونه ولګوي.