افغانستان کې اقتصادي رکود؛ ځینې پانګه وال: مشتریان نشته،برښنا پرې او فعالیت نه لرو

ارشیف؛ په ننګرهار کې د اوسپني ویلي کولو فابریکه

د جمهوريت ړنګيدو او د طالبانو د بيا ځلي واکمن کېدو سره د افغانستان اقتصاد له سخت ناورين سرمخ شو، ډېر خلک يې وزګاره او ان تر دې چې ډېريو خپل کارونه په نيمه لاره کې پرېښودل.

زياد شمېر هغه پانګوال چې په ډېرو ستونزو سره د يو څه ښه کاروبار خاوندان شوي وو د دې تحول سره يې د زيات زيان په ليدلو کار او بار بېرته صفر حالت ته ښکته شو.

احمد احساني چې په کابل کې د مرمر ډبرو يوه فابريکه لري وايي، په ۱۳۹۷کال کې یې د يو ميلون ډالرو په ارزښت فعاليت پيل کړ او د خامو موادو په ترلاسه کولو سره به يې خپل توليدات تر مصرف کوونکو رسول خو د طالبانو له واکمنېدو مياشت وروسته تر دا مهاله مشتري نه لري، برښنا يې پرې شوې او هېڅ فعاليت نه لري.

ارشیف؛ په هرات کې یوه فابریکه

هغه وايي، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې د کار د درېدو له امله شا اوخوا ۳ ملیونه افغانۍ زيان ليدلی او ۱۵ کاريګر هم له لاسه ورکړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:" اوس مهال کارونه په ټپه ولاړ دي او دغه حالت ته په کتو هيله نه لرو چې کارونه دې پيل شي او يا يې هم پيل کړو."

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بانکونو د فعالیت کمېدل او د امريکا له لوري د افغانستان د پیسو کنګل کېدل هغه څه دي چې د پولي راکړې ورکړې په برخه کې نه يوازې دننه په افغانستان کې بلکې له بهرنيو هېوادونو سره د خلکو ستونزې زياتې کړي.

له بلې خوا هغه شرکتونه چې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ په برخه کې فعالیت لري هغوي هم له دې تحول نه خوندي پاتي نه دي.

صمیم چې یو کرنیز شرکت لري وايي، په ۱۳۹۵کال کې شا اوخوا په ۱۰ زره ډالرو فعالیت پیل کړ.

هغه وايي، په ورستیو کې یې پانګه څلور برابره زیاته شوې و خو د طالبانو له واکمنېدو سره یې پانګه بېرته ۱۰ زره ډالرو ته راښکته شوه.

ښاغلي صمیم د دې اقتصادي ناورین دلیل له افغانستان دپانګې او پانګوالو تېښته په ګوته کوي.

صمیم وایي:" له بده مرغه سږکال زیات توپیرونه رامنځته شوه، هغه کسانو چې زموږ له محصولاتو استفاده کوله هغه ټول له افغانستانه ووتل، هغه کسان چې دلته پاتې هغوی هېڅ ډول بودیجه او یا هم ددې لپاره اراده نه لري چې زموږ له محصولاتو ګټه پورته کړي. "

ارشیف؛ په هرات کې د اوسپنیزو لوښو جوړولو فابریکه

له بلې خوا د افغانستان په یو شمېر لویو ښارونه کې چې ځینو په ورستیو دوه لسیزو کې صنعتي پارکونو ته مخ کړې هغوي هم د ۵۰ سلنه د فعالیتونو د کمېدو خبره کوي.

د افغانستان د صنعتي پارکونو ټولنې مشر عبدالجبار صافی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي:" شاوخوا له ۴۰ نه تر ۵۰ سلنه پورې زموږ د فابریکو کارونه کم شوي دي، دلیل هم دا دی چې خام مواد په نړېوالو بازارنو کې دي او دلته زموږ بانکي نظام عادی شوی نه دی، موږ د خامو موادو لپاره نشو کولای نړېوالو بازارونو ته پیسې ولیږو، دویمه ستونزه د ملکي کارکوونکو بې کاریدل دي، هغه ډول به چې مخکې پیر او پلور کېدو اوس هغه ډول نه کېږي."

د ښاغلي صافي د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې شا اوخوا ۴ زره فابريکې فعاله دي چې په کې له دري نيم سوه زرو زيات کسان مصروف دي

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د وروستیو اقتصادي ناورینونو یو دلیل هم همدا کېدای شي خو له تېرو ۶ میاشتو راهیسې د اقتصادي او سوداګرۍ برخې د رغونې لپاره د طالب چارواکو د لېدنو او کتنو دوام د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د دې هڅو يوه برخه ويل کېږي.

خو د جمهوریت په وخت کې بیا د صادراتو او وارداتو څرخ په کار لوېدلې و او سوداګرو هڅه کوله چې نړېوال بازار ته لاره ومومي او نړیوال مشتریان افغانستان ته راجلب کړي چې دغه چاره د طالبانو په حکومت کې له خنډونو او ستونزو سره مل شوه.

د تېر نظام پر مهال هوایي دهلېز

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې دې مسئلې ته په اشاره سره بیا وايي چې اوس د افغانستان د وارداتو او صادارتو کچه تر ځایه عادي حالت ته راګرځېدلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال يونس مومند وایي:" د افغانستان خصوصي سکټور پنځه مياشتې وړاندې تقريباً له يو فلج حالت سره مخ شوی و، په زرګونه کانټینره په بندرونو کې لکه کراچۍ بندر، عباس بندر او داسې نورو ځايونو کې بند پاتې وو، اوس دغه کانټينرونه ټول هېواد ته رسېدلي او د صادراتو او وارداتو په برخه کې اوس کومه جدي ستونزه نه شته."

ښاغلی مومند همداراز د صادراتو د زياتوالي او د وارداتو د کميدو خبره کوي او وايي چې د فساد لمنه له افغانستانه ټوله شوې ده.

له دې ټولو سره يو شمېر سوداګر او کسب ګر د روانو حالاتو په اړه جدي اندېښنې لري.

سوداګر او پانګوال سخي احمد پيمان وایي:" د افغانستان خصوصي سکټور هيله من دی چې د نړۍ اقتصادي سياست د افغانستان په وړاندې مثبت تغير وکړي، اسلامي امارت به له نړۍ سره څه ډول تعامل وکړي او هر هغه څه چې پېښږي هغه به په مستقيم ډول په پانګونې اغېز واچوي."

خو له دې ټولو سره به وليدل شي چې د طالبانو سياست له سوداګرو او پانګوالو سره د رسميت پېژندلو پوري عملي بڼه اخلي او يا بدلون به ومومي او دا چې اوسنی حالت به څومره د دوی په ګټه يا زیان وي.