په کندز کې درېیو بېلابېلو پېښو کې د ۴ مېرمنو  په ګډون ۷ واکسیناتوران ووژل شول

ارشیف؛ د وژل شوي واکسیناتور د پولیو ضد واکسین بکسک

په کندز ولایت کې د پولیو ضد واکسین پر واکسیناتوران باندې برید کې ۷ واکسیناتوران وژل شوي چې ۴ ښځي هم په کې شاملې دي.

د کندز د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو مخې چې دغه ۷ تنه د پولیو ضد واکسین رضاکاران په درېیو جلا جلا پېښو کې د کندز ښار اړوند د چهار تاق او ابراهیم خېلو سیمو کې او دغه راز په امام صاحب ولسوالۍ کې د نا معلومه وسله والو له لوري وژل شوي دي.

د کندز د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ عبیدالله عابدي نن پنجشنبې د حوت میاشتې ۵ مه ازادي راډيو ته وویل،دغه پېښې نن له غرمې مخکې رامنځته شوې او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.

عابدي وایي:" هو داسې یوه قضیه شوې ده. نن له غرمې مخکې ۱۲ بجې د کندز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ضد واکسین ۷ تنه واکسیناتوران وژل شوي دي. له دې شمېره دوه تنه د کندز ښار سه درکه ساحه کې وژل شوي دي او دوه تنه نور چې یوه ښځه او یو نارینه ده د کندز ښار د ابراهیم خېلو سیمه کې وژل شوي او دغه راز درې ښځینه واکسیناتورانې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍکې وژل شوي دي."

ارشیف؛ په کابل کې واکسیناتوره ماشومان واکسینوي

په ورته وخت کې د کندز د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د ریاست رئیس مطیع الله روحاني هم د دغو پېښو پخلۍ کوي او زیاتوې چې امنیتي ارګانونو خپلې هڅې پیل کړي ترڅو د پېښې عاملان ونیسي.

روحاني وایي:" دغه پېښه چې نن په کندز ولایت کې رامنځته شوې ده. په دې اړه زموږ امنیتي او کشفي ارګانونو خپل عملیات پیل کړي او هڅې روانې دي چې د دې پېښې عاملان ونیسې."

په داسې حال کې دا پېښې را منځته کېږي چې په دې وروستیو څو ورځو کې د کندز د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته په دې ولایت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی و، خو له نننۍ پېښو وروسته دا کمپاین ودرېد.

د یادونې وړ ده چې دا لومړۍ ځل دی چې په کندز کې د پولیو ضد واکسین رضاکاران د نا معلومه وسله والو له لوري وژل کېږي خو له دې وړاندې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې وي.

خو لا تر اوسه پوري د دغې پېښو مسؤلیت کومې ډلې پرغاړه نه دې اخیستی.