د غزني بزګران د بهرني نیالانو د راتګ د مخنیوي غوښتنه کوي

غزني کې وطني نیالګي

په غزني کې ډېری بزګران وايي، دلته له ایران او پاکستانه په ارزانه بیه میوه لرونکي نیالګي راوړل کېږي چې هېڅ نتیجه نه ورکوي، خو له ځان سره یو لړ زراعتي ناروغۍ هم راوړي.

دوی وايي، غزني خپله دومره نیالګي لري چې ټول ولایت به زرغون شي او څنګلورو ولایتونو ته به هم ورسېږي.

د خواجه عمري ولسوالۍ بزګر ۴۰ کلن محمد داوود یې په اړه وايي: " که له یوې خوا دلته دغه میوو خپل خوند او کیفیت له لاسه ورکړی، بلې خوا بهرني نیالګي له ځان سره ډول-ډول ناروغۍ راوړي چې بزګران یې له ستونزو سره مخ کړي. ډېری بزګران د خارجي نیالګیو په کېنولو پښېمانه دي، اوس بېرته خپل وطني نیالکي کینوي."

بزګران د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې نیالګیو د راتګ مخینوی دې وکړي

د غزني ښار بل بزګر محمد نبي بیا وايي: "ځینو موسسو بزګرانو ته بهرني نیالګي ورکړي وو چې اوس یې تر نیمايي زیات وچ او پاتې نور بې ثمره دي."

دغه بزګران د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې نیالګیو د راتګ مخینوی دې وکړي، خو طالبانو چارواکي بیا وايي، زراعت وزارت پرېکړه کړې چې بهرني نیالګي به نه راوړل کېږي.

په غزني کې د زراعت ریاست مرستیال مولوي فایض ازادي راډیو ته وویل: "خارجي بې کیفیته نیالان بازار ته راوړل شوي وو چې د غزني له اوبو، خاورې او هوا سره یې توافق نه درلود، نور به نه راوړل کېږي، موږ هر ډول نیالان لرو چې هغه د غزني له اوبو او هوا سره بلد دي، کولی شو نورو ولایتونو ته یې هم ولېږو."

غزني د افغانستان له زراغتي ولایتونو دی چې ډېری خلک یې لا هم په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

د انګورو، مڼو، زردالو، ځمکني توتانو، زعفرانو، الوبخارا، غنمو، خټکو، هنډواڼو او بادرنګو ترڅنګ نورې میوې او سبزجات د دغه ځای مهم پيداوار دي.