د غچ اخېستو وېره؛ افغانستان کې د پخواني نظام ځواکونه: زموږ برخلیک دې معلوم شي؟

ارشیف، د افغانستان پخوانی اردو

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته، زرګونه پخواني پوځي، امنیتي او استخباراتي ځواکونه بې برخلیکه شول چې ځینې یې په کور ناست دي او ځیني نور یې هم له هېواده ووتل.

د کونړ اوسېدونکی امان الله چې د مخکیني جمهوري نظام پر مهال یې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده، په کور ناست دی.

دې چې د پولیسۍ برخه کې يې ډېرې زده کړې کړي اوس مهال ورځنۍ مزدوري کوي.

امان الله دا تمه نه لري چې طالبان به يې له پوهې او وړتیا نه په نوې جوړېدونکي پوځ کې ګټه واخلي.

دی ادعا کوي چې طالبان د ده په شان د پخواني نظام ځواکونه خپل نه بولي ځکه نو په خپلې نوې جوړېدونکي وسله وال پوځ کې ځای نه ورکوي: "اوس چې د طالبانو حکومت راغلی زه وزګار شوی یم، مخکې مې د پوځ په لیکو کې دنده درلوده، د طالبانو په راتګ بې کاره شوم، دلته اوس کاروبار هم نشته، اړ یم چې هر سهار دلته راشم او تر ماښامه کار ولټوم چې خپلې کورنۍ ته یو مړۍ حلاله روزي وګټم."

امان الله دا تمه نه لري چې طالبان به يې له پوهې او وړتیا نه په نوې جوړېدونکي پوځ کې ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو ورځو کې د پخواني نظام ۳ تنه مخکیني افسران د دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې پر دندو ګمارل شوي او د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره تایید کړې ده.

محمد علي هم د مخکیني حکومت یو پوځي و چې بادغیس کې یې دنده درلوده، خو د طالبانو له راتګ وروسته یې افغانستان پرېښود او ایران ته ولاړ.

نوموړی اوس مهال هغه هېواد کې په خوارۍ مزدورې بوخت دی او له طالبانو غواړي چې غچ اخېستل پرېږدي: "کله چې حکومت سقوط شوی، زه په کابل کې وم، څه موده وروسته لاړم کورته، سره له دې چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې وه، خو کورته له راتګ سره پوه شوم چې ماته طالبانو ستونزې جوړې کړي دي، له همدې امله اړ شوم وطن پرېږدم او ایران ته راشم."

محمد علي چې بادغیس کې یې دنده درلوده او اوس ایران کې مزدوري کوي له طالبانو غواړي چې غچ اخېستل پرېږدي:

پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د دوی مشر ملا هبت الله یو فرمان کې د پخواني حکومت ټولو وسله والو ځواکونو او ملکي مامورینو ته عفوه اعلان کړه او له خپلو وسله والو يې د دغه فرمان د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو بیا د دغه فرمان نه د سرغړونې راپورونه ورکړل شوي دي.

همدا روانه اوونۍ هم، د دوشنبې په شپه هرات ښار کې د مجبوب شاه په نوم د پخواني جمهوري نظام د پولسو یو افسر له خپلو دوو نورو همکارانو سره ووژل شو.

د هرات ښار د اوسېدونکو په خبره، طالبانو د محبوب شاه او ملګرو مړی ښار کې ګرځولی او خلکو ته یې ویلي، دې کسانو په انسان تښتونه کې لاس درلود او دوی سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

خو د محبوب شاه یو نږدې خپلوان د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وویل، نوموړي د انسان تښتونې په پېښو کې لاس نه درلود.

محبوب شاه په جنايي برخه کې په ترکیه کې زده کې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د پخواني نظام د امنیتي، دفاعي او استخباراتي برخو سره نړیوالې ټولنې مالي او تخنیکي مرسته کوله چې د طالبانو په لاس د نظام له سقوط وروسته د دې برخې ټول وسله وال بې دندې شول.

غلام غوث د مخکیني نظام د استخباراتي برخې یو کار کوونکی و وايي، د طالبانو د عمومي عفوې په اعلان هېڅ باور نه لري.

غلام غوث د مخکیني نظام د استخباراتي برخې یو کار کوونکی و چې غور ولایت کې یې دنده درلوده، خو دی هم اوس په ایران کې دی او وايي، د طالبانو د عمومي عفوې په اعلان هېڅ باور نه لري.

غلام غوث زیاته کړه: "پنځه کاله مې په پخواني حکومت کې نظامي دنده درلوده، کله چې طالبانو افغانستان ونیوه، له ماسره د دښمنۍ له امله يې هڅه کوله چې ان زما کورنۍ ته زیان ورسوي، ما هم له همدې امله له ټولې کورنۍ سره وطن پرېښود ایران ته راغلم، د کورنۍ یو شمېر غړي مې چې اوس هم افغانستان کې پاتې دي، طالبان يې هره ورځ ګواښي."

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د مخکیني حکومت ټولو سرتیرو او افسرانو ته چې جرمي سابقه ونه لري او افغانستان ته ژمن وي په پوځ کې د شاملیدو بلنه ورکول کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي: "کوم کسانو چې په اردو او نورو امنیتي بنسټونو کې يې دندې درلودې، دوی که کومه جرمي مخینه ونه لري، دعوت ورکول کېږي او جذب به شي، خو ملي اردو له له داسې کسانو جوړیږي چې وطن ته ژمن وي، پیاوړي اووسي او د وطن ګټو ته ژمن وي."

طالبانو له دې وړاندې د ملګرو ملتونو هغه راپور هم رد کړی و چې په کې د طالبانو له لوري د مخکیني حکومت له سلو د ډېرو پوځیانو د وژل کېدو ادعا شوې وه.

د طالبانو حکومت اوس مهال د ملي اردو او ملي پولیسو د جوړېدو راپورونه ورکوي.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب څه موده وړاندې له ملي ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي و چې د سل زره نفري اردو د جوړېدو کار روان دی.

نوموړي په دې مرکه کې د مخکیني جمهوري نظام له چارواکو او کار کوونکو غوښتنه وکړه چې بېرته افغانستان ته راستانه شي او د دوی د سر د خوندیتوب ژمنه يې وکړه.

د محمد علي او غلام غوث په څېر د مخکیني حکومت نظامیان له طالبانو غواړي چې د عفوې د عمومي فرمان برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او له پخوانیو ځواکونو نه د غچ اخیستلو په هدف په دوی حملې ونه کړي.