د 'خیاطۍ هنر' تولیدي کارخونه؛ کندز کې یوه ځوان ۳۰ تنه ځوانان په کار ګمارلي

کندز کې د یوه ځوان کارخونه

په کندز ولایت کې یو ځوان په خپل شخصي لګښت یې د هر ډول جامو د ګنډلو یوه تولیدي کارخونه جوړه کړې او په کې یې ۳۰ تنو ځوانانو ته د کار کولو زمینه هک برابره کړې.

د دې کارخونې مسوول سید مجیب الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل،دوی د پېرېدونکو په خوښه او د بازار د اړتیا له مخې ډول ډول ښځینه جامې ګنډي او د کندز پر بازارونو سربېره د یو شمېر نورو ولایتونو بازارونو ته یې هم وړاندې کوي.

دی وايي: "کابو څلور میاشتې شوې چې موږ د خیاطۍ هنر په نوم دغه کارخونه جوړه کړې. دلته موږ سره ۳۰ تنه کار کوي. له تخار او بدخشانه هم موږ ته فرمایشونه راځي، دې کارخونه کې ګنډ افغاني، د واده جامې، محفلي جامې، چپنې، بالاپوشونه او داسې نورې جامې جوړوو."

هاشمي وايي، د پېرېدونکو په خوښه او د بازار د اړتیا له مخې ډول ډول ښځینه جامې ګنډي

دې کارخونه کې په لسګونه ځوانان د خیاطۍ ماشین د څرخ په تاولو سره د خپل د روزګار څرخ چلوي.

یو تن کاریګر ۱۸ کلن حمیدالله یې په اړه وايي: "پخوا له بې کاریه سخت ځورېدم، خو اوس خوښ یم چې د کارکولو زمینه راته برابره شوې، زه د شپږ کسیزې کورنۍ ګټونکی یم. مرسته کوونکي موسسې باید له موږ سره مرسته وکړي."

د دې کارخونې یو بل کارکوونکی ۲۲ کلن مطیع الله هم ورته نظر لري: "زه خوښ یم چې دې کارخونه کې راته د کار کولو بوختیا برابره شوې، باید حکومت د پانګه والو ملاتړ وکړي چې شرکتونه جوړ کړي، څو زموږ نورو وزګارو هېوادوالو ته هم د کار زمینه برابره شي."

دې کارخونه کې په لسګونه ځوانان د خیاطۍ ماشین د څرخ په تاولو سره د خپل د روزګار څرخ چلوي.

د دې ولایت یو شمېر دکانداران وايي، پخوا به دوی زنانه لباسونه له بهرنیو هېوادونو واردول، خو اوس همدې کارخونې ته فرمایش ورکوي او د دوی په خوښه او ذوق سره برابر هر ډول جامې ورته جوړوي.

په داسې حال کې په کندز کې یو ځوان د جامو په یوه توليدي کارخونه کې ۳۰ تنو ځوانانو د کار فُرصت برابروي چې لا هم دغه ولایت کې په زرګونه ځوانان د کار له نشتوالي ځوریږې او له اوسني حاکم نظامه غواړي چې دوی ته د کار او روزګار زمینه برابره کړي.