اوکراین له خپلو اتباعو غوښتي دي چې روسیې ته سفر ونه کړي

د اوکراین او روسیې ګډ بیرغونه

اوکراین له خپلو اتباعو غوښتي دي چې روسیې ته سفر ونه کړي او که څوک په روسیه کې وي دستي دې له دغه هېواده ووځي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې نن وویل چې د اوکراین پرضد د روسیې له تیري سره ښایي کونسلي خدمات ګډوډ شي.

د روسیې د دوه زره لسم کال د احصایې له مخې په دغه هېواد کې یو میلیون او نهه لکه اوکراینیان ژوند کوي چې اکثرو یې له روسانو سره ګډې کورنۍ جوړې کړي دي.

لویدیځ وایي چې ښایي روسیه پر ټول اوکراین یرغل وکړي.