لویدیځو هېوادونو پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړي

ارشیف، د روسیې بیرغ

د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو تر ولکې لاندې سیمو ته د روسي ځواکونو له ننوتلو وروسته لویدیځو هېوادونو پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړي دي او ګواښ یې کړی چې که روسیه ګاونډی اوکراین اشغال کړي نو نور اقدامات به هم وکړي.

متحدوایالاتو، اروپايي ټولنې، کاناډا، بریتانیا، جاپان او اسټرالیا اعلان وکړ چې پر مسکو بندیزونه لګوي.

همدا راز جرمني ویلي دي چې د نارټ سټریم دوه په نوم له روسیې څخه اروپا ته د ګاز د لېږد د نل لیکې پروژه یې ځنډولې ده.

د متحدو ایالاتونو د اټکل له مخې روسیې د اوکراین سرحد ته نژدې له ۱۵۰ زرو زیات سرتېري ځای پرځای کړي او خپلو سرتېرو ته یې په اوکراین ختیځو سیمو ډونېڅک او لوهانڅک ته د سولې د ساتنې په پلمه د ننوتلو امر کړی.

د امریکایي ماکسار شرکت د راپور له مخې د سټلایټ په تصویرونو کې ښکاري چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې په لویدیځ کې نور سرتېري او تجهیزات او د بېلاروس په لویدیځ کې له اوکراین سره پر پوله شااوخوا ۱۰۰ پوځي وسایط په یوه کوچنۍ پوځي اډه کې ځای پرځای شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو انتوني بلېنکن او ژان ایویس لي دریان پرون د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیګي لاوروف سره پلان شوې جلا لیدنې کنسل کړې.

امریکايي چارواکي وايي چې د ولسمشر جو بایډن د اعلان له مخې په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور د پیاوړي کولو په پلان کې استونیا، لاتویا او لیتوانیا ته د ۸۰۰ پلیو سرتېرو او د شااوخوا اتو اف ۳۵ جنګي جټ الوتکو استول شامل دي.