ګوترېش: افغانستان کې د ترهګرو ګواښ په زیاتېدو دی؛ طالبان: دا خبرې پارونکي دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز سره کتنه کې امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې و، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ګواښ په زیاتېدو دی.

انتونیو ګوترېش روانه میاشت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا منسجم کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او زیاته کړې یې وه، که د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه و نه نیول شي، خلک به ومري او ترهګري به پراخه شي.

په دې اړه نور: د ملګرو ملتونو سرمنشي: له افغانستانه نورې نړۍ ته د ترورېزم د خپرېدو ګواښ شته

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز ته وویل، دا څرګندونې له حقیقته لېرې دي: "افغانان دغه ډول څرګندونې تشویش اچوونکې، پارونکې او په سملاسي ډول د تخریبي ډلو هڅونه او ورته کمپاین بولي."

په دې اړه نور: د یوناما مشرې ډیبرالاینز د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست سره وکتل

ښاغلي متقي زیاته کړې، افغانستان اجازه نه ور کوي چې خاوره یې د بل کوم هېواد په ضد وکارول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د طالبانو په حکومت د لګېدلو بندیزونو په اړه ویلي، افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او د وارداتو کچه یې لوړه ده، له همدې امله ‏لګېدلو بندیزونو د حکومت پر ځای ولس ته زیان رسولی.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا د دې کتنه په اړه په خپله ټویټرپاڼه ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.

هغه لیکلي: "دې کتنه کې د افغانستان په هر اړخیز اقتصادي او بشري وضعیت، راغلو مثبتو تحولاتو، بانکي سکتور، د نوي حکومت په لاسته راوړنو او بشري مرستو بحثونه وشول."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما بیا وايي، امیرخان متقي سره د ډیبرالاینز کتنه کې د ټولو افغانانو د حقونو په خوندیتوب، د اقتصادي ننګونو د مخنیوي برخه کې په پرمختګ او ښوونځیو ته د ټولو نجونو او هلکانو د بیا ستنېدو په چمتووالي خبرې وشوې.

نړیواله ټولنه په وروستیو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا منظمېدو، همغږي کېدو او پراخېدو د ګواښ په اړه اندېښمنه ده او له دې ډلو داعش او القاعده لا هم یو لوی ګواښ بولي.

دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام‌وېسټ وویل، طالبانو د داعش پرضد مبارزه کړې، خو لایې هم د القاعد ضد کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي، هغه اندېښنه چې طالبانو تل رد کړې ده.