د ننګرهار مسولین: د نارنجانو له درکه ۱میلیون ۲سوه زره افغانۍ عواید راټول شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار د کانال ریاست مسولین وایي، روان لمریز کال یې د نارنجانو د پلور له درکه یو میلیون ۲ سوه زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د کانال رئیس مولوي غلام الرحمن وايي چې په ۱۸۲ جریبه ځمکه کې د نارنجانو ونې لري او هڅه کوي چې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ له درکه عوايد لا زيات شي.

د ننګرهار د کانال د مسولینو د معلوماتو پر بنست دغه شان شان سږ ال په کانال پورې اړوند شپږ زره جریبه ځمکه کې د مالټو نوي باغونه هم وکرل شول.

د ننګرهار مالټې چې په وروستیو کې یې د افغانستان په کچه شهرت پیدا کړی ډېر مینه وال لري.