ملګري ملتونه: هیله من یو چې د اوکراین لانجه په خبرو حل شي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوچارېک

ملګري ملتونه لا هم هیله من دي چې د اوکراین لانجه به د خبرو له لارې حل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوچارېک پرون سې شنبه (د کب ۳مه) په نیویارک کې وویل، که جګړه وشي ناورین به رامنځته شي.

دوجارک زیاته کړه، ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې له مهالوېش سره سم د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړي چې تراوسه دا مذاکرات نه دي لغوه شوي او هیله ده چې ترسره شي.

وروسته تردې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین ختیځ ته پوځیان واستول اوس داسې شک کېږي چې د روسیې او متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه ونه شي.