د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان هڅه کوي چې د ښځو غږ د تل لپاره ټپ کړي

ارشیف؛ د افغانو مېرمنو په لاریون

د طالبانو په بند کې د بندي معترضو مېرمنو د اعترافي ویډیو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان غبرګون!

د دې سازمان د ښځو مسؤله هېدر بار وايي، طالبان د ازادۍ غوښتونکو ښځو د غږونو د غلي کولو په هڅه کې دي.

مېرمن بار ازادي راډیو سره خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې اړه عکس‌العمل وښيي.

هېدر بار وايي، طالبان د ازادۍ غوښتونکو ښځو د غږونو د غلي کولو په هڅه کې دي.

بار وایي:" پراخو اعتراضونو نړیوال پام خپل کړ او د معترضو ښځو او نجونو نیول کېدو هم پراخ غبرګون درلود. اوس طالبان هڅه کوي، څو په راتلونکې کې د ښځو د هر ډول اعتراض مخه ونیسي، ځکه چې سر خوږی ورته پیدا کوي. خو مهمه پوښتنه دا مطرح کېږي چې دې وضعیت ته د نړیوالې ټولنې غبرګون څه دی؟."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په شپه یوه ویډیو خپره کړه چې هغه ۲۹ مېرمنې، کومې چې په کابل کې د یوې امن خونې څخه ورکې شوې وې په کې لیدل کېږي.

په دې ویډیو کې یو شمېر مېرمن اعتراف کوي چې له افغانستانه بهر یو شمېر فعالو ښځو هڅولې څو په کابل کې د طالبانو په ضد لاریون وکړي او دا کار به د دې لامل شي چې له افغانستانه ووځي.

خو د ښځو د حقونو فعاله او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي، دا ډول اعتراف د فشار په پایله کې اخیستل شوي دي.

د ښځو د حقونو فعاله او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ

بارکزۍ وایي:" په دې ویډیو کې د ټولو ښځو له غږونو او څېرو روښانه ښکاري چې د فشار او شکنجې په پایله کې مجبورې شوي چې دا ډول ویډیو ترې وشي، خو پوښتنه دلته ده چې طالبانو ولي له دوی دا ډول ویډیو اخیستې. ولې یې دوی بندیانې کړي، مګر د حق غوښتو ځواب باید زندان وي. هغه حق چې الله ورکړی، طالب څه دی چې له خلکو یې واخلي."

د طالبانو حکومت په لومړیو کې رد کړې وه چې ګنې دا ښځې دوی نیولي دي.

له دې وړاندې طالبان د یو شمېر نورو معترضو نجونو لکه تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم‌خېل، زهرا محمدي او عالیه عزیزي د نیولو په اړه هم بې‌خبري ښودلې وه.

معترضه افغانه مېرمن پروانه ابراهیم خېل

خو د ښځو د حقونو د فعالانو او د نړیوالې ټولنې له پراخو غبرګونونو وروسته، پروانه ابراهیم‌خېل له بنده خوشې شوه، خو د نورو معترضو نجونو د برخلیک په اړه لا هم معلومات نه‌شته.

د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو وروسته، تېرو شپږ میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو تر وضع کولو وروسته، د دوی پر ضد په کابل کې ښځو او نجونو لاریونونه او اعتراضونه وکړل.

دوی غوښتنه کوله چې د کار او زده‌کړو اجازه دې ورکړل شي.