د غزني اوسېدونکي: موسسې دې د مرستو پرځای خلکو ته کاري زمېنې برابرې کړي

غزني کې پر بې وزلو د مرستو وېش

د غزني ډېری اوسېدونکي غوښته کوي چې نړېوالې موسسې دي په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو پرځای له هغوی سره د دایمي کار په برابرولو کې همکاري وکړي.

دوی وايي، هر وخت په خیرات غوښتلو او موقتو مرستو راټولولو نه سره شل کېږي.

د دې ولایت یوه ځوان زمري بادشاه خېل ازادي راډیو ته وویل: "تر قیامته په خیرات غوښتلو او موقتو مرستو راټولولو نه سره پاییږو، نړېوالې موسسې دې، له خلکو سره د کار د برابرولو برخه کې مرستې وکړي. دا ټولنې دې راشي او پر بنسټونو دې پانګونه وکړي او خلکو ته دې کاري زمینې رامنځته کړي او د تل لپاره دې افغانستان کې د بې کارۍ او غریبۍ ټغر ټول کړي."

هاخوا په غزني کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي هم د نړیوالو موسسو د مرستو پرځای خلکو ته د کاربرابرولو زمینه ګټوره ګڼي.

دې ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست حبیب الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د خلکو دا غوښتنه پرځای ده، موږ د موسسو مسولین په وار-وار راغوښتي دي او ورته ویلي مو دي چې زموږ خلک سوالګر مه راته اموخته کوئ چې یوې ګونۍ اوړو ته په ساعتونو ساعتونو په انتظار ولاړ وي، تاسې که مرستې کوئ له خلکو سره د کار په بدل کې یې وکړئ."

د غزني اوسېدونکي دغه غوښتنه په داسې حال کې کوي چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت په چارواکو نیوکې کېږي چې دوی د نړیوالو خیریه موسسو په مرستو کې خپلوي پالي، څو دغه مرستې د خپلو جنګیالو کورنیو ته ورکړي، خو د طالبانو چارواکو د خلکو دغه نیوکې تل رد کړې دي.

دغه کسان وايي، که نړیوالې خیریه موسسې له خلکو سره د کار برابرولو په برخه کې مرستې وکړي، د پورته یاد شوي فساد مخنیوی هم ورسره کېدی شي.