هلمند کې ترافیکې پېښې ۴ تنه ټپیان کړل

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هلمند ولایت کې د طالبانو چارواکي وایي، دغه ولایت کې نن سې شنبه (د کب ۳مه) سهار د ټرافیکې پېښې له امله څلور کسان ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعات او فرهنګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، پېښه نن سهار ۶:۳۰ د دغه ولایت په مرکز بولان سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، ټرافیکې پېښه د مازدا او ټونس ډوله موټر ترمنځ شوې ده او ټپیان د درملنې په هدف ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

هلمند کې د طالبانو تر راتګ وروسته په زیاته اندازه د ترافیکې پېښو ګراف لوړ شوی چې لامل یې د وسایط چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې.