پوتین: روسي ځواکونه دې اوکراین کې د بیلتون غوښتونکو سیمو ته ننوځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې بیلتون غوښتونکو سیمو ته ننوځي.

د لویدیځو هېوادونو مشران خبرداری ورکوي چې دا ډول اقدام به مسکو ته په لوړه بیه پریوزي.

پوتین تر دې اقدام څو ساعته مخکې د اوکراین د بیلتون غوښتونکو سیمو لوهانڅک او ډونیتڅک خپلواکي په رسمیت وپیژندله.

پوتین تېره شپه تر یوې وینا وروسته د دغو سیمو د (خپلواکۍ) سندونه لاسلیک کړل.

کریملین وایي، دا سندونه د همدغو سیمو مشرانو پوتین ته وړاندې کړي وو.

د لوهانڅک او ډونیتڅک په رسمیت پېژندلو د روسیې پرېکړې سخت او پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېف بورېل ویلي، پر روسیې به نور بندیزونه ولګوي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر جو بایډن به ډېر ژر یو اجرائیوي فرمان صادر کړي چې په ډونیتڅک او لوهانڅک کې د امریکا د اتباعو هر ډول پانګونې یا سوداګرۍ منع کوي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن ویلي، د پوتین دا اقدام د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده.