د بایډن او پوتین د پلان شوي ملاقات ترسره کېدو ته شکونه پیدا شوي

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو جو بایډن او ولادیمیر پوتین

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو جو بایډن او ولادیمیر پوتین د پلان شوي ملاقات ترسره کېدو ته شکونه پیدا شوي دي.

دا شک پرون د فبرورۍ په ۲۱مه وروسته تر دې پيدا شو چې کریملین وویل، د دغه ډول ملاقات په اړه خبرې له وخته مخکې دي.

د کریملین تر دې خبرو وروسته بیا د مسکو یوه لوړپوړي دیپلومات وویل، فرانسې ته د دې لپاره سفر کوي چې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو لیدو کتو ته زمینه برابره کړي.

لویدیځ مشران که څه هم د روسیې او اوکراین د لانجې دیپلوماتیک هواري ته هڅې کوي خو خبرداری ورکوي چې پر اوکراین د روسیې یرغل نژدې دی.