د کابل ځینې اوسېدونکي: د برښنا پرچاوۍ مو کارونه له ستونزو سره مخ کړي

د کابل یوه څنډه

د کابل ځینې ښاریان د برښنا له کموالي او دوامداري پارچاوۍ شکایت کوي.

د کابل ښار اوسېدونکې مینا وایي، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲ یا ۳ ساعته برښنا لري.

مینا وایي:" د برښنا نشتوالی په کابل او نورو ولایتونو کې په یو ستونزې بدله شوې. خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، هغه کسان چې له کوره د دفتر کار کوي، ټیلیفونونه او کمپیوټرونه یې په کافي اندازه برښنا ته اړتیا لري، زما په ګډون ډیری کسان خپل کمپیوټرونه له کوره وړي چې چارج یې کړي، دا یوه ستونزه ده."

د کابل بل اوسېدونکی محراب وايي، د برښنا د منظم او عادلانه وېش لپاره پروګرام نه شته.

محراب زیاتوي:" داسې شپی هم وي، چې برښنا راشي او پنځه دقیقې وروسته بېرته لاړه شي، بیا داسی وخت راځی چې ټول ویده وي او بیا د سهار له اذانه مخکی په څلورو بجو بېرته ځي. د برښنا د وېش لپاره منظم پروګرام نه شته."

خو د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوند ازادۍ راډیو ته وویل چې دا ستونزه لڼډ مهاله ده او د حل کېدو لپاره یې هڅې روانې دي.

میوند وایي:" دا ستونزه اوږد مهاله نه ده، یوازې په ژمی کې د برښنا د ډېر مصرف له امله رامنځته کېږي او ان شاء لله ژر به حل شي. موږ ورته تقسیم اوقات جوړ کړی او له مخی یې خلکو ته برښنا وېشو. د دې ترڅنګ هڅه کوو چې صنعتی شرکتونو ته لومړیتوب ورکړو ، ترڅو یي کار له خنډ او ځڼډ سره مخ نه شي."

د برښنا شرکت د مسؤلانو په خبره، اوس مهال کابل ښار ۷۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري، خو دوی یوازې ۳۸۰ میګاواټه برښنا تولیدوي، له همدی امله د برښنا پارچاوي ډېره ده.

وړاندی تر دي یاد شرکت ویلی و چې په وروستیو څلورو میاشتو کې یي له ازبکستان، تاجکستان، ایران او ترکمنستان سره د ۲۶۰ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت قراردونه لاسلیک کړي.

د دي قراردادونو پر بنسټ، له ازبکستان څخه به په یو ساعت کې ۲ میلیارده کیلو واټه برښنا، له تاجکستان څخه یو ۱.۵ میلیارد میګاواټه ، له ایران څخه ۸۰۰ ملیونه کیلوواټه او له ترکمنستانه یو اعشاریه۳ میګا واټه برښنا افغانستان ته ورکول کېږی.

د برښنا شرکت مسؤلانو ویلی وو چې په دی اندازه برښنا به افغانستان ته ورسیږي او په ۲۶ ولایتونو کې به پر خلکو ووېشل شي.