د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت: بې حجابه مېرمنې په دندو مه ګمارئ

د طالبانو ملاتړې افغانې مېرمنې

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د دوشنبې په ورځ د یوه اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر محمد خالد حنفي له پوهنې وزارت، ښار جوړونې وزارت، د عدليې وزارت، اوبو او برښنا وزارت، فوائد عامې وزارت، د کلیو د پراختیا وزارت، سترې محکمې او کابل ښاروالۍ څخه لیدنه کړې.

په دې اعلامیه کې چې د طالبانو د رسنیو مسؤلینو له خولې له رسنیو سره شریکه شوې، راغلي چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر په لیکلي بڼه له دغه وزارتونو او ادارو غوښتنه کړې چې په دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې بايد شرعي حجاب حتماً مراعات کړي او د حجاب نه مراعاتولو په صورت کې بايد منفک شي.

د جمهوري نظام د مالیې وزارت کارکونکې چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي د طالبانو حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې وایي:" که څه هم د طالبانو دغه اعلامیه په دې معنی ده چې ښځې نور دولتي ادارو کې کار کولای شي خو دغه محدودیتونه د ښځو خپلواکي اخلي. دوی باید واضح کړي چې اسلامي حجاب څه ته وایي؟ تر دې وړاندې هم د دولتي ادارو کارکونکو اسلامي حجاب مراعاتوو."

د طالبانو په ملاتړ د افغانو مېرمنو لاریون

د دغه اعلامیې په دوام کې راغلي " د نارينه مامورينو کار ځايونه بايد جلا وي، کم عمره او بې ږيرې کسان په دولتي ادارو کې استخدامول په جدي توګه بند کړئ.د دولتي مامورينو صورت او سیرت د شريعت مطابق وي او په وزارتونو او رياستونو کې دولتي کارکوونکي لمونځ په جماعت ادا کړي"

فواد چې د کابل پوهنتون د ادارې او پالیسي پوهنځي د درېیم کال محصل دی وایي:" معیار نه باید ږیره وي؛ که عمر ته وګورو ټول به مولوي صاحبان په دندو وګمارل شي، معیار باید د یو ځوان د زده کړو کچه وي."

د طالبانو د امر بالمعفروف او نهي عن المنکر وزارت په لیکلي بڼه له وزارتونو او دولتي ادارو غوښټي چې بې حجابه ښځې دولتي ادارو ته له تللو منع کړي.

د کابل ښار اوسیدونکې په دې تړوا ازادی راډیو ته وویل:" طالبان باید واضح کړي چې شرعي حجاب څه ته وایي؟داسې خو نه کېږي چې موږ به شرعي حجاب سره هم لاړ شو خو دوی به ېې نه مني او آخر یې مطلب له اسلامي حجاب چادرۍ یا بورقه وي."

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د کابل ښار په ځینو سیمو کې د عربي حجاب او چادرۍ عکسونه لګولي وو او ښځو ته یې توصیه کړې وه چې حجاب مراعات کړي.