د امریکا او روسیې ولسمشرانو له یو بل سره په لیدو هوکړه کړي

ارشیف؛ د امریکا او روسیې ولسمشران

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایدڼ په محتاطانه ډول د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په را روانو ورځو کې پر کتنه موافقه وکړه.

ولسمشر بایډن هڅه کوي چې د روسیې ولسمشر پر اوکراین له احتمالي یرغله را وګرځوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي پرون په یوه اعلامیه کې وویل،که پر اوکراین یرغل نه و شوی، بایډن به د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو تر خبرو وروسته سره وګوري.

په پام کې ده انتوني بلېنکن او سرګي لاوروف را روانه پنجشنبې سره خبرې وکړي.

د دواړو ولسمشرانو د کتنې نظریه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وړاندې کړي چې له دواړو جو بایډن او ولادمیر پوتین سره یې پرون ټلیفوني خبرې وکړې.

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د کتنې د دقیقې نېټې او ځای په باب کوم اعلان نه دی شوی.