د فرانسې او روسیې ولسمشرانو د اوکراین د کړکېچ په اړه خبرې کړي

د روسیې او فرانسې ولسمشران

د فرانسې او روسیې ولسمشرانو پرون د اوکراین پولې ته نږدې د عسکرو د ځای پر ځای کېدو له امله د رامنځته شوي کړکېچ د علتونو په تړاو د نظر اختلاف درلود خو په اروپا کې د یوې پراخې جګړې د مخنیوي لپاره د ډیپلوماټیک فشار د مثمر واقع کېدو هیله پیدا شوې ده.

د سولې د خبرو غوښتنه داسې وخت شوې چې کیف د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمو باندې د توغندیو د لګېدو خبره کړې.

هغه هم وروسته له دې چې بېلتون غوښتونکو له دغو سیمو د خپلو ځواکونو د ایستلو او د هغوی د منسجمولو اعلان وکړ.

یوه فرانسوي چارواکي ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل فرانسوي سیال سره په ټیلیفوني تماس کې د اوکراین په ختیځ کې د شخړې پړه پر کیف واچوله، په داسې حال کې چې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وویل چې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو لومړی ډزې پیل کړې.

د فرانسې د ولسمشر ایمانوېل مکرون دفتر دا هم ویلي چې ښاغلی مکرون به د جرمني له صدراعظم، د امریکا له ولسمشر او احتمالاً دبریتانیا له صدراعظم او نورو نږدې ملګرو سره د اوکراین پر پولو د کړکېچ په اړه د ټیلیفون له لارې خبرې وکړي.

لوېدیځ مشران وايي، روسیې د اوکراین پولو ته نږدې ۱۵۰ زره سرتېري ځای پر ځای کړي او د اوکراین پر ضد د پراخو بریدونو پلان لري،خو مسکو وايي، پر ګاونډي هېواد د برید پلان نه لري.

په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) د شنبې په ورځ وویل چې د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایني ځواکونو او روس پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د تماس د کرښې په شااوخوا کې له اوربنده د سرغړونو څه باندې ۱۵۰۰ مورده راپور شوي.

په دې سیمه باندې د شنبې په شپه د بېلتون غوښتونکو له خوا درنې ډزې شوې چې په کې یو اوکراینی سرتېری ټپي دی.

په ځینو راپورونو کې بیا د تازه جګړو پر مهال د دوو اوکرایني سرتېرو د وژل کېدو خبره شوې.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون وویل چې ولسمشر جو بایډن غواړي له ولادیمیر پوتین سره وګوري څو په اوکراین کې د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې وکړي.

بایډن مخکې ویلي و چې له خپل روسي سیال سره د لیدو پلان نه لري.

له CNN سره په خبرو کې، بلېنکن خبرداری ورکړ چې د روسیې احتمالي برید نږدې دی، او ویې ویل چې باید انتظار وایستل شي او وکتل شي چې ایا ډیپلوماسۍ کولای شي د روسیې ولسمشر له دې کاره لاس په سر کړي که نه.