سیګار: افغانستان د خپلو پيسو د چاپ لپاره تخنیکي وړتیاوې نه لري

افغانۍ روپۍ

د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار ویلي افغانستان د خپلو پيسو د چاپ لپاره تخنیکي وړتیاوې نه لري.

سیګار یکشنبه په خپل ټوېټر باندې دې مسئلې ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې طالبانو لا تر اوسه داسې یوه داخلي مرجع پيدا یا تقویه کړې نه ده چې افغاني نوټونه چاپ کړي.

د امریکا د مرستو د سرمفتش ادارې داسې وخت دې مسئلې ته اشاره کړې چې د راپورونو له مخې افغانستان کې بانکونه لا هم په کافي اندازه د پيسو زیرمې نه لري او خلکو ته د پیسو په ورکړه کې پراته محدودیتونه نه دي لیرې شوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار زیاته کړې چې د اشرف غني ادارې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍکې له یوې پولنډي کمپنۍ سره د لسو بیلیونو افغانیو په ارزښت د نویو پیسو د چاپ تړون لاسلیک کړی وو.

د افغانستان بانک چارواکو لا د دغه تړون د دوام په اړه یا دا چې پيسې به چېرته چاپوي څه تبصره نه ده کړې.