د بریټانیې ملکه په کرونا ویروس اخته شوې

د بریتانیې ملکه

د بریټانیا د ملکې د کرونا معاینه مثبته ختلې خو علایم یې خفیف دي.

ملکه الیزابت ۹۵ کلنه ده او همدا څو ورځې مخکې یې د خپلې واکمنۍ ۷۰ کلیزه ولمانځله.

د بریټانیا چارواکو ویلي ملکه داسې وخت په کرونا ویروس اخته شوې چې درې واړه واکسینونه یې هم اخیستي دي.

ملکه به په قرنطین کې وي او ځينې کارونه به له خپلې ماڼۍ ترسره کوي.