کابل ښاروالۍ د نیالګیو کېښودلو کمپاین پیل کړ

ارشیف؛ په ارزګان کې د نیالګیو کېښودو کمپاین

کابل ښاروالې سږ کال ۲ سوه زره نیالګي په کابل کې ږدي.

کمپاین یې د یکشنبې په ورځ د وزیر اکبر خان غونډۍ پر سر د یوه نیالګي په کېښودلو پیل شو.

د دې یو میاشتنې کمپاین د پیل هدف زرغونتیا او د ژوند پر چاپیریال یې مثبت اغېز ښودل شوی دی.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت الله بارکزي په کابل کې د اېښودل شویو نیالګیو د ساتنې د څرنګوالي په اړه ازادي راډيو ته وویل:" شااوخوا درې ملیونه نیالګي یعني ونې په کابل ښار کې شته چې موږ یې هر کال ساتنه کوو، اوبه ورکوو او نورو اړتیاوو ته یې پام کوو. د اوسنیو نیالګیو لپاره چې اېښودل کېږي، د قطرې سیستم په نظر کې نیول شوی دی".

ښاغلي بارکزي دغه شان وویل چې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دې کمپاین په پرانیسته کې له خلکو وغوښتل چې د کابل د زرغونېدو لپاره له دې کمپاین سره یو ځای شي.

د نیالګیو د اېښودلو کمپاین هر کال د پسرلي له راتګ یوه میاشت مخکې په افغانستان کې پيلېږي.

که څه هم د نیالګیو اېښودل او د چاپیریال زرغونول د ککړتیا د مخنیوي لپاره ګټور کار بلل کېږي خو په افغانستان کې د نیالګیو او زرغون طبیعت د ساتلو څرنګوالی لا هم له پوښتنو سره مخ دی.