د اوکراین لانجه؛ د فرانسې او روسیې ولسمشران نن په ټیلیفون خبرې کوي

د روسیې او فرانسې ولسمشران

ټاکل شوې چې د فرانسې او روسیې ولسمشران امانوېل مکرون او ولادیمیر پوتین نن پر ټیلیفون د اوکراین پر سر د را ولاړې شوې لانجې په اړه بحث وکړي.

دا خبرې اترې داسې مهال کېږي چې لوېدیځ قدرتونه وایي، روسیې پر اوکراین "بشپړې جګړې" ته چمتوالی نیولی، خو روسیه دا تورونه ردوي.

په همدې حال کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یوه څارونکي ماموریت ویلي، د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو او اوکراین پوځ تر منځ د نافذ اوربنده د پام وړ سرغړونې شوې دي.

دغه ماموریت ویلي، یوازې په یوه ورځ له دغه اوربنده په دونیتڅک او لوهانسک سیمو کې ۱۵۰۰ سرغړونې ثبت شوي دي.

د همدې لانجو په اړه د امریکا ولسمشر جو بایډن هم نن د فبرورۍ په شلمه د متحده ایالاتونو د ملي امنیت شورا غونډه وربللي ده.