ناروې: په دې غور نه کوو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو

ارشیف؛ اوسلو ته د طالبانو تللی پلاوی

د ناروې د بهرنیو وزیره انیکین هوفیلت وايي، هېواد یې په دې غور نه کوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

اغلې هوفیلت پرون د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د وینا په مهال وویل چې ناروې نه غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

ناروې د روانې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو یو پلاوی اوسلو ته بللی و چې پر بېلابېلو موضوعاتو له نړیوالې ټولنې سره خبرې وکړي.