سټولتنبرګ: روسیه په اوکراین حملې ته تیار دی

سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ وايي، د روسیې پوځ پر خپل ګاونډي اوکراین بشپړې حملې ته تیار دی.

ستولتنبرګ پرون د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د جرمني له اې ار ډي رسنۍ سره په مرکه کې وویل:" ټولې نښې ښيي چې روسیه پر اوکراین بشپړ یرغل ته تیاری نیسي. موږ ټول دا تائیدوو چې د حملې خطر خورا زیات دی."

ده همداراز وویل، هماغسي چې روسیه وايي، هسي نه ده او هېڅ ځواک یې د اوکراین له پولو شا ته کړی نه دی.