طالبان: په کابل کې د یوه ډاکټر د وژل کېدو په اړه څېړنې پیل شوې

په کابل کې د طالبانو یو چېک پوینټ

د طالبانو چارواکي وايي، په کابل کې د فضل احمد په نوم د یوه ډاکټر د وژل کېدو په تړاو د طالبانو یو سرتېری نیول شوی او څېړنې ورڅخه روانې دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل، دوی پر دې پېښه خپله خواخوږي څرګندوي.

ځدران وایي:" د کابل امنیې قوماندانۍ په دې تړاو یو امنیتي سرتېری نیولی چې تر تحقیقاتو لاندې دی. د کابل امنیې قوماندانۍ او کورنیو چارو وزارت یو ګډ پلاوی د دوی کور ته د غمرازۍ او نقدي مرستې ورکولو لپاره لاړ."

د طالبانو د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند

راپورونه وايي طالبانو تېره جمعه وروسته له هغې د دغه ډاکټر پر موټر ډزې وکړې چې هغه یوه چېک پاینټ ته خپل موټر ونه دراوه.

په دې لړ کې په تازه مورد کې پرون د کندهار په چهارسو سیمه کې پر یوه ریکشا د طالبانو په ډزو یوه ښځه ووژل شوه او دوې نورې ټپیانې شوې.

یوې سرچینې ازادۍ راډیو ته ویلي، ډزې هغه طالب کړي، چې پر ګزمه ولاړ و.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند اصف حکیمي پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه به تر څېړنو وروسته له رسنیو سره جزئیات شریکوي.

تېره میاشت بیا د کابل په لوېدیځ کې د زینب په نوم د یوې نجلۍ کورنۍ ادعا وکړه چې دغه نجلۍ د طالبانو په ډزو ووژل شوه.

د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق په لومړیو کې ویلي و چې د زینب د کورنۍ دغه ادعا واقعیت نه لري، خو د طالبانو بل ویاند محمد نعیم بیا څو ورځې وروسته وویل چې زینب سهواً وژل شوې او قاتل نیول شوی چې سزا به ورکړل شي.