طالبان: کرنیز نندارتونونو لپاره د غرفو اخیستلو فورمه ترلاسه کړئ

ارشیف، یوه غرفه کې ایښودل شوي میوې

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ټولو هغه کورنیو شرکتونو ته چې د کرنې، اوبو لګولو او بڼوالۍ په برخه کې فعالیت لري، خبر ورکړی چې راتلونکي کرنیز نندارتونونو کې دې د خپلو توکو د نندارۍ لپاره د غرفې اخېستول فورمه د کب میاشتې په لومړۍ نېټه (سبا) ترلاسه کړي.

د دغه وزارت ویاند مستعین عمري نن شنبه (د سلواغې ۳۰مه) ازادي راډيو ته وویل، د بزګر مېله او کرنیز نندارتون به سږ کال د وري میاشتې له ۲مې تر ۵ مې ڼېټې پورې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ سیمه کې جوړ شي.

د ښاغلي عمري په خبره، دې کرنیز نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي توکي، لاسي صنایع، د افغانستان زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبو لګولو تجهیزات، میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي، کرنیز ماشینونه، د برېښنا تولیدوونکي لمریزې دستګاوې، کرنیز فعالیتونه او کلتوري بوختیاوې به نندارې ته وړاندې شي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون هرکال د کرنیزو مسایلو د همغږۍ، متقابلې همکارۍ، د اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې تړونونو لاسلیکولو او اعلانونو ته د زمینې برابرولو په برخه کې په لاره اچول کېږي.