کاناډايي چارواکي وايي، د افغان کډوالو را ایستلو ته ژمن دي.
دا خبره د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر د دغه هېواد په پارلمان کې د افغان کډوالو په تړاو په یوه لانجمن بحث کې وکړه: "دمګړۍ څه باندې ۷۷۰۰ 'افغانان کاناډا' ته رسېدلي. په څو اونیو کې ۴۶۰ نه زیات افغانان په شلو تجارتي پروازونو کې راورسېدل. نور پروازونه هم راځي."
Canada is committed to resettling at least 40,000 Afghan refugees. We’ll continue to bring refugees as quickly as possible, with over 7,750 individuals having arrived in Canada already, and more arriving every week. pic.twitter.com/se8hlfvcY3
— Sean Fraser (@SeanFraserMP) February 17, 2022
هغه زیاته کړه، کاناډا د نړۍ د نورو هېوادونو په مقایسه د ډېرو افغانانو د را ایستلو لپاره اساسي ژمنې کړي.
شان فریزر وویل: "کاناډایان باید په هغو هڅو وویاړي چې موږ یې ترسره کوو. موږ له خپلې ژمنې نه په شا کېږو او ټول هغه ۴۰ زره افغان کډوال راولو چې کاناډا ته خپل کور وايي."
د کاناډا په واکمن لېبرال حکومت باندې د محافظه کارانو له خوا انتقادونه زیات شوي چې د افغان کډوالو په را ایستلو کې پڅ دي.
مخالفو وکیلانو همدا راز حکومت تورن کړی چې کاناډا ته د رسېدلو افغان کډوالو په هستوګنولو کې هم چټک عمل نه کوي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو په همکارۍ او نوښت له افغانستانه څه ۱۲۴ زره کسان وایستل شول.
یوه لویه برخه افغانان امریکا او ځینو نورو هېوادونو ته رسېدلي، خو لا هم د پام وړ شمېر کسان د درېیمو هېوادونو په کمپونو کې مېشت دي او څو واره یې د خپلو غوښتنلیکونو د نه منل کېدو او یا ځنډ په غبرګون مظاهرې هم کړي دي.